IQNA

د پاکستان لوی مفتي: پر ایران د امریکا برید خورا شرمؤنکی اقدام  دی

13:13 - June 22, 2025
د خبر لمبر: 3491303
ایکنا - د پاکستان لوي  مفتي د امریکا لخوا د ایران ذ اسلامي جمهوریت په وړاندې وروستی جنایت خورا ځيږ  او شرمونکی او  غندونکی بللی او ټینګار ئې کړی چې د ټرمپ دا کړنه د هغه له پخوانیو ادعاګانو ښکاره  سرغړونه ده  او دا ثابتوي چې دا کرغیړن  کس  هیڅکله د نوبل جایزې وړ نه دی. 

د ایکنانیوز د راپور له مخې، د پاکستان لوي مفتي او  د اهل سنت دینی عالم مولانا محمد تقي عثماني په خپل رسمي ایکس اکاونټ کې لیکلي؛ پر ایران د امریکا برید بې حده شرمؤنکی  او غندونکی دی او د دوی بدعهدئ او پخوانیو ژمنو تر پښو لاندې کول دي.

مولانا تقی عثماني  زیاته کړې ده ؛ټرمپ، داسې کس چې د نورو هېوادونو د تباهۍ په لټه کې دی، هیڅکله هم  د نوبل جایزې وړ نه دی.

د ډونالډ ټرمپ لخوا د ایران پر ایټمي سایټونو د وحشیانه برید په تعقیب، پاکستانيومذهبی اوړسیاسیاو فرهنګي  شخصیتونو د دغه هېواد د حکومت وروستۍ پرېکړه، چې د امریکا ولسمشر ته د نوبل د سولې جایزې ورکولو وړاندیز ئې کړی په سخته غندلی  او د پاکستان د لومړی وزیر دغه شان څرګندونې ئې د یوه اسلامی  هیواد د مشر او د یوه لوي ملت سپکاوی بللی دی. دغو  مشرانو او سیاستوالانو  او مذهبی مشرانو وئيلي دي ، چې ټرمپ لاسونه د مسلمانانو په وینو ککړ دي  په غزې ،لبنان،فلسطین،یمن افغانستان او د سیمې په ګوټ ګوټ کې ئې د مظلومو  او مستضعفو وینه بهولې  او دی پکې په بشپړ ډول شریک دی  او اوس ئې  دغه ککړ لاسونه د ایران په لور هم اوږده کړي چې دغه ککړ لاسونه به ان شاالله د ایران په پوځي قدرت او توانمیو او پر خدای په تکیې سره ډير زر لنډ شي.

https://iqna.ir/fa/news/4290028     

captcha